کورپاڼه / خپلواک / د کرکټ له بندېز وروسته شکېب الحسن د فوټبال لوبه پيل کړه
شکېب الحسن

د کرکټ له بندېز وروسته شکېب الحسن د فوټبال لوبه پيل کړه

خپلواک وېبپاڼه (٩ نومبر ٢٠١٩): شکېب الحسن چې د کرکټ نړيوالې شورا له لوري له دوه کلن بندېز سره مخ شو، نو نوموړى تازه په ډهاکه کې د فوټبال په يوه لوبه کې ليدل شوى دى. دا خبره رښتيا ده چې ورزشي انسان له لوبغالي څخه ځان د ډېر وخت لپاره ليري نه شى ساتلى.

پر شکېب الحسن دوه کلن بندېز د هند له سفر څو ورځې مخکې ولګېده. شکېب الحسن سره د ځينو لوبو د فيکس کولو يا د درغلۍ لپاره اړيکې نيول شوې وې او هغه د کرکټ نړيواله شورا په دې تړاو نه وه خبره کړې.

٣٢ کلن شکېب الحسن د بنګله دېش په ډهاکه کې په يوه دوستانه فوټبال لوبه کې ګډون وکړ، چې دغه لوبه د فوټي هګز او کورين ايکسپاټ لوبډلو ترمنځ د ډهاکې په ارمي لوبغالي کې ترسره کېده او د شکېب الحسن لوبډله په دغه لوبه کې د ٣-٢ سره بريا خپله کړه.

دا لومړى ځل نه دى چې شکېب الحسن په فوټبال لوبه کې برخه اخلي، نوموړي تر دې مخکې هم د بنګله دېش ټايګرز لپاره د فوټي هګز پر وړاندې لوبه کړې وه، چې په هغه لوبه کې د دوى لوبډلې د ٤-١ سره بريا خپله کړې وه.

د فوټي هګز لوبډلې په خپله رسمي پاڼه باندې د دغه لوبې انځورونه خپاره کړي او ورسره يې ليکلي دي چې نن دوى د کورين ايکسپاټ لوبډلې پر وړاندې لوبه وګټله، خو په دې ډېر خوشحاله دي چې شکېب الحسن د دوى لوبډلې ته بيا ځلې راغلى دى.

د شکېب الحسن لپاره به سخته دا وي چې هغه په راتلونکي نړيوال شل اوريز جام کې ګډون نه کوي چې په اسټراليا کې ترسره کېږي. دغه نړيوال جام د اکتوبر په ٢٩مه ٢٠٢٠م کال کې پيلېږي. نوموړى په تېر يو ورځني نړيوال جام کې لومړنى لوبغاړى و چې تر ٦٠٠ ډېرې منډې او ١٠ ويکټې يې په يوه نړيوال جام کې ترلاسه کړل.

اوسمهال د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډله په هند کې د هندۍ لوبډلې سره د درې شل اوريزو نړيوالو لوبو لوبلړۍ ترسره کوي، چې دواړو لوبډلو ١-١ لوبه ګټلې ده، دريمه لوبه به په ناګپور کې ترسره شي او هلته به معلومات وشي چې کومه لوبډله په لوبلړۍ کې بريا خپلوي.

Loading...

دا هم ولولئ

نبي، اصغر او راشد

له کرکټ سره د افغانانو کرکه ولې دومره زياته شوه؟

د افغانستان کرکټ بورډ په شفيق الله شفق باندې د فساد له امله د ٦ …