کورپاڼه / روغتيا / تېزه منډه وهل یا سخت ورزش کول د هډوکو لپاره ګټور وي

تېزه منډه وهل یا سخت ورزش کول د هډوکو لپاره ګټور وي

تېزه منډه وهل یا سخت ورزش کول په منځني عمر (له څلویښت کلنۍ تر پنځوس کلنۍ پورې) د هډوکو د زړښت عملیه ورو کوي.

په ځانګړي توګه په نارینه کې د عمر سره سرع د هډوکو د خرابېدو او ماتیدو د شدت د کمولو لپاره یا ختمولو لپاره ورزش مرستندویه تمامېږي. د جی وایسکایلا پوهنتون ساینسپوهان وایي چې تېزه منډه وهل د ورون او پونډۍ پر هډوکي اغېزې کوي.

د لومړي ځل لپاره له دې څېړنې دا هم معلومه شوه چې په سخت ورزش یا تېزې منډې وهلو سره د انسان پر اسکلیټ هم مثبتې اغېزې پرېوځي.

که چېرته تاسې له بدني فعالیتونو یعنې تېزې منډې، د رسۍ لوبه او له نورو سختو ورزشونو څخه زړه موړي یئ، نو دا هم باید واورئ چې د ورزش نه کول زموږ د هډوکو پر روغتیا ناوړې اغېزې کوي.

ویل کېږي چې د څېړنې پرمهال یې د ورزش کوونکې او نه کوونکي تر لسو کلونو پورې تر څېړنې لاندې ونیول، چې له پایلو یې معلومه شوه چې سخت ورزش کول د هډوکو د ماتیدا او زر زړښت عمل ورو کوي. نو ځکه څېړونکې لارښوونه کوي چې د عمر په هره برخه کې د لنډ وخت لپاره سخت ورزش وکړئ.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …