کورپاڼه / جالب / هغه خوش قسمته شخص چې د تمساح له خولې یې ځان ژغورلی

هغه خوش قسمته شخص چې د تمساح له خولې یې ځان ژغورلی

د امریکا د فلوریډا یو اوسیدونکی د تمساح له خولې په داسې حال کې ژوندی راووت، چې تمساح پرې حمله وکړه او لومړی یې شا څخه ونېوه او بیا یې غوښتل چې سر یې وژوي.

ویل کېږي چې دغه شخص په سمندر کې د شارک ماهي د غاش په لټون بوخت و او داسې احساس یې وکړ لکه کښتۍ یې چې اوښتي وي او وروسته حس کړه چې تمساح پرې ناڅاپي حمله کړې او لاسونه او پښې یې زخمي شوي.

دغه شخص چې جیفری هایم نومېږي ولیدل چې تمساح ترې یوازې څلور فوټه لېرې دی او بیا یې پرې حمله راوړه، خو جیفري دا ځانګړتیا درلوده چې څنګه به ځان ترې ژغوري.

تمساح یې حمله وکړه او د سر د ژوولو هڅه یې وکړه او بیا پرمټ حمله ورکړه، ځینو کسانو سمدستي امبولانس راوغوښت چې بیا یې روغتون ته ورساوه. ډاکترانو وایي چې د جیفري کوپړۍ ډېره کلکه وه او په همدې سبب یې د تمساح د ژامو ځواک وزغمو، که چېرته تمساح یې پر غاړه یا خېټه حمله ور وړې وه نو بیا یې ژغورل ناممکن ول.

جیفري وایي: ((ما چې ددې پېښې په سبب څومره ژړلي شاید په ټول ژوند مې نه وي ژړلي، یو خو درد ډېر و او دویم مرګ راڅخه یو اینچه لېرې و.))

دا هم ولولئ

په هند کې یو شخص پر یو وخت له دوو انجونو سره واده وکړ

د هند په تلنګانه ایالت کې یو قبایلي شخص شخص په یو منډپ (د هندوانو …