کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ناسا د زهرا سیارې ته دوه ماموریتونه لېږي، ترڅو معلومه کړي چې دغه سیاره ولې اور شېندونکې ده

ناسا د زهرا سیارې ته دوه ماموریتونه لېږي، ترڅو معلومه کړي چې دغه سیاره ولې اور شېندونکې ده

د امریکا فضایي ادارې ناسا اعلان کړی چې لمریز نظام د زهرا (وینس) سیارې ته دوه ماموریتونه لېږي، ترڅو معلومه کړي چې دغه سیاره ولې اور شېندونکې ده.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې هیله شته چې دغه دواړه ماموریتونه به د ۲۰۲۸ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځ ولېږل شي.

د ناسا ادارې د کشف یا موندنې د پروګرام لاندې د زهرا سیارې ته پر ماموریت پنځه سوه میلونه ډالر لګښت راځي او د ماموریتونو هدف یې دادی ترڅو معلومه کړي چې زهرا په څه ډول سره یوه اور شېندونکې سیاره ده.

د یادولو وړ ده چې زهرا د لمر پر شاوخوا د ګرځیدونکې سیارو له جملې څخه له عطارد وروسته دویمه سیاره ګڼل کېږي، چې ورپسې یې ځمکه او پر ځمکې پسې مریخ څلور سیاره ګڼل کېږي.

ویل کېږي چې د زهرا سیارې پر سطحه د تودوخې درجه تر پنځه سوه سانتي ګریډ پورې رسېږي چې د سربو یا سیسې د ویلو کولو لپاره بسنه کوي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …