کورپاڼه / جالب / په بریتانیه کې یوه ښځه په تېروتنې سره بلې الوتکې ته ختلې او دوه زره کیلو متیره لېرې تللې

په بریتانیه کې یوه ښځه په تېروتنې سره بلې الوتکې ته ختلې او دوه زره کیلو متیره لېرې تللې

ډېر وخت به له داسې پېښو سره مخ شوي یئ، چې یو څوک ځي یوځای ته خو موټر یې بل ځای ته یوسي، خو دا خبره به مو حیران کړي چې په بریتانیې کې یوه ښځه په تېروتنې سره په غلطه الوتکه کې ناست شوې او له خپل منزل څخه یې دوه زره کیلو میتره لېرې بېولې.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه ښځه جیم کارجین نومېږي او غوښتل یې چې له مانچیستر څخه د شمالي ایرلینډ پایتخت بیلفاسټ ته لاړه شي خو په تېروتنې سره د جبرالټر ټاپو په الوتکه کې کېناسته.

لکه څنګه چې بیلفاسټ ته زر کیلومیتره لار وه خو الوتکې بل لوري ته زر کیلو میتره مزل وکړ چې په دې سره له بیلفاسټ څخه دوه زره کیلو میتره لېرې لاړه. ویل کېږي چې جیم کارجین د نشه یي توکو د اغېزو لاندې وه او په همدې سبب یې الوتکه غلطه کړه.

لکه څنګه چې دواړه الوتکې د یو شرکت وې په همدې دلیل جیم تېروتله او د بیلفاسټ پرځای د جبرالټر په الوتکه کئ کېناسته.

نوموړې وایي چې په الوتکه کې وېده او کله چې راویښه شوه نو له کارمندې یې پوښتنه وکړه چې الوتکه کله ښکته کېږي. کارمندې په ځواب کې وویل چې په یو ساعت کې جبرالټر ته رسېږي. په دې سره جیم حیرانه شوه او و یې ویل چې دا الوتکه خو بیلفاسټ ته تلله خو کارمندې ورته وویل تاسې تېروتنه کړې او په غلطه الوتکه کې ناست یئ.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …