کورپاڼه / روغتيا / که غواړئ په ژوند کې بریا ترلاسه کړئ نو دغه عادت خپل کړئ

که غواړئ په ژوند کې بریا ترلاسه کړئ نو دغه عادت خپل کړئ

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته غواړئ په ژوند کې بریا خپله کړئ نو ځینې ځانګړي عادتونه باید خپل کړئ او ددئ عادتونو په خپلولو به نه یوازې دا چې په بدني ډول پیاوړي وئ بلکې په ژوند کې به بریا هم ترلاسه کړئ.

هغه کسان چې بې وخته وېده کېږي او بې وخته له خوب څخه پورته کېږي، هغوی د منفي فکر لرونکې وي او تر ډېره خپه وي، خو هغه کسان چې پر یو وخت پورته کېږي د مثبت فکر لرونکې وي نو ځکه خو د ژور خپګان ناروغانو ته لارښوونه کېږي چې سهار دې په ټاکلي وخت له خوبه پورته کېږي.

که چېرته د نا آرامۍ او اندیښنې ښکار یئ نو دا هم دې پورې اړه لري چې تاسې په ځنډ سره پورته کېږئ. سهار وختي پورته کېدل او طبیعي منظرې کتل زړه او دماغ آرامه کوي او کله چې زړه او دماغ آرامه وي نو ذهني روغتیا هم ورسره ښه والی مومي.

په عام ډول سره ویل کېږي هغه کسان چې په ټاکلي وخت سره له خوب د راپورته کېدو عادت لري خپل کار پر وخت خلاصوي او په دې ډول د اندیښنې ښکار هم نه ګرځي. په سهار کې د پورته کېدلو لومړنی ساعت په ژوند کې ډېر اهمیت لري.

په دې اړه روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته د سهار وختي پورته کېدو عادت خپل شوي نو کولی شئ چې د خپل ژوند استاد وګرځئ او ټول کارونه په ښه ډول ترسره کولی شئ او تر ډېره به پیاوړي اوسئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …