کورپاڼه / روغتيا / د بریښنایي سګريټ تاوانونه په ګوته شول

د بریښنایي سګريټ تاوانونه په ګوته شول

بريښنایي سګریټ د عامو سګریټو په پرتله د انسان د روغتیا لپاره لس برابره تاواني ګڼل کېږي. خو د بريښنایي سګریټو  په اړه ویل کېږي چې ددې  سګريټو په  مرسته  عام  سګریټ پرېښودل کېږي، دلته  پوښتنه پیدا کېږي چې دا خبره څومره پر حقیقت ولاړه ده؟

په دې اړه د سعودي عربستان د شاه  سعود پوهنتون استاد او سینې او د تنفسي ناروغیو متخصیص ډاکتر احمد سلیم وایي چې اوسمهال پنځه زره ډوله بریښنایي سګريټ شتون لري او شرکتونه یې وایي چې دغه ډول سګريټ  هیڅ ډول تاوان نه لري او ترټولو دروغجنه  ادعا یې داده چې ددې په مرسته له سګریټ څکونې ژغورل کېږي.

خو  نوموړی وایي چې دا ادعا یې سمه نه ده ځکه تر اوسه  پورې دا خبره کوم علمي ثبوت نه لري، بلکې په دې ډول سره یې جوړونکې شرکتونه یو ډول بازار موندنه کوي او په دې ډول ډېرې پېسې ترلاسه  کوي.

نوموړی وایي چې بریښنایي سګریټ نکوټین نه لري او په دې ډول سره پر زړه او تنفسي سیستم  اغېز کوي، زهرجن مواد په بدن کې پیدا کوي او هغه تاوانونه چې عادي سګريټ لري، بريښنایي سګریټ یې هم درلودونکې وي.

د  یادولو وړ ده  چې بريښنایي سګریټ  د عادي سګريټو په پرتله لس برابره  د کارسینوجین په نوم ماده لري او همدغه ماده د سرطان په  څېر د خطرناکو ناروغیو سبب کېږي او د روغتیا نړیوالې ادارې هم  زیانمن ګڼلي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …