کورپاڼه / جالب / غبرګونو سل کلنو خویندو خپله کلیزه ولمانځله

غبرګونو سل کلنو خویندو خپله کلیزه ولمانځله

د مریلینډ د کاونټي د سیمې اوسیدونکو دوه غبرګونو خویندو خپله سلمه کلیزه ولمانځله او په ټولنیزو رسنیو کې یې خلک حیران کړل.

د کاونټي د سیمې چارواکو په کلني ډول د ژمي په موسم کې د سلو پېښو یا واقعاتو په نوم یو پروګرام پیل کړی، چې د همدې پروګرام له مخې د ایلاین فوسټر او ایولین لوکي سلمه کلیزه ولمانځل شوه.

ویل کېږي چې په دې مراسمو کې د غبرګونو خویندو د خوښې له ریستوران څخه خواړه وغوښتل شول او تالار یې په ګلونو او غبارو سره ښکلی کړی و.

راپورونه وایي چې د پروګرام په ترڅ کې دواړه غبرګونې خویندې په بېلابېلو ډالبو او سرټیفیکټونو سره هم ونازول شوئ.

بل لوري ته دواړو خویندو له رسنیو سره په خبرو کې د خپلې روغتیا او اوږد ژوند په اړه وایي چې دوی تل خپل ځان او روغتیا ته پاملرنه کوي او هر کال ډاکتر ته ځي او اړوند ټول معاینات ترسره کوي.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …