کورپاڼه / هنر او کلتور / یامي ګوتم د فلمونو له لارښود ادتیا در سره واده وکړ

یامي ګوتم د فلمونو له لارښود ادتیا در سره واده وکړ

د هندي فلمونو مشهورې اداکارې یا هنرمندې یامي ګوتم د بالیووډ له لیکونکې او لارښود ادتیا در سره واده وکړ.

د (کابل)، (صنم ری) او (بالا) په څېر په سوپر هیټ فلمونو کې د اداکارۍ هنر ښودونکې ښکلې اداکارې یامي ګوتم واده وکړه او پر ټولنیزو رسنیو یې خبر پورته کړ چې له ادتیا در سره مې واده وکړ.

یامي ګوتم په یو ټویټ کې د خپل واده عکس پورته کړی او ترڅنګ یې لیکلي: ((د کورنۍ په دعاګانو موږ د واده په اړیکه سره وتړل شو او د واده په وړو غوندې مراسمو کې کورنۍ او ملګرو ګډون وکړ.))

نوموړې له خپلو غوښتنه کړې چې موږ د مینې او ملګرتیا پر نوي سفر روان شو، نو تاسې ټول مو پخپل دعاګانو کې یاد ساتئ او نیکې هیلې څرګندې کړئ.

د یادولو وړ ده چې یامي ګوتم په ۲۰۱۲ کال په بالیووډ کې د اداکار ایوشمان کرانه له بریالي فلم (وکي ډونر) څخه قدم کېښود، چې ډېر وستایل شوه او ددې ترڅنګ یې په (بدلا پور)، (سرکار تري)، (ایکشن جیکسن)، (پتي ګل میټر چالو) فلمونو کې هم کار کړی.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …