کورپاڼه / جالب / د لیډي ډیانا د واده جوړه د نندارې لپاره وړاندې شوې

د لیډي ډیانا د واده جوړه د نندارې لپاره وړاندې شوې

د لیډي ډیانا د واده جوړه یا کمیس په لومړي ځل د عامو خلکو د نندارې لپاره وړاندې شو.

د راپورونو له مخې ویل کېږي د شهزادګۍ لیډي ډیانا د واده جوړه په پنځه ویشتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره تېره ورځ د نندارې لپاره وړاندې شو.

دغه د واده جوړه نه یوازې د کیسو د ښاپیرو له جامو څخه په ښایسته کې کمه نه وه، بلکې پر شهزادګۍ ډیانا چې نن ورځ هم میلونونه مینوال لري، ډېر ښه برابره وه.

ویل کېږي چې دغه د واده کمیس لیډي ډیانې له نن څخه څلویښت کاله وړاندې اغوستی و او اوسمهال په یو نندارتون کې د نندارې لپاره ایښودل شوې.

دغه جوړه د راتلوونکې میاشتې د جولایۍ د لومړۍ نیټه لپاره چې د لیډي ډیانې شپېتمه کلیزه ده نندارې ته وړاندې شوې او په اړه یې ویل کېږي چې دغه جوړه د واده په تاریخ له ترټولو مشهورو جوړو څخه ده.

ویل کېږي چې دغه جوړه د ډیوډ او الزبت ایمانویل په نوم ډیزاینرو جوړه کړې، چې ډیانا په ۱۹۸۱ کال د واده په مراسمو کې اغوستې وه. دا جوړه پنځه ویشت فوټه اوږدوالی لري او په استر یې د ښکلا لپاره په زرګونه ستوري لګول شوي.

د یادولو وړ ده چې لیډي ډیانا او شهزاده چارلس په  ۱۹۸۱ کال واده وکړ او په ۱۹۹۶ کال یې په خوښه طلاق واخیست او په ۱۹۹۷ کال په یوه خطرناکه ترافیکي پېښه کې مړه شوه.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …