کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: هغه کسان چې وختي وېده کېږي او وختي پاڅېږي له نورو ډېر ژوند کوي

څېړنه: هغه کسان چې وختي وېده کېږي او وختي پاڅېږي له نورو ډېر ژوند کوي

د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې په مناسب ډول سره خوب کول یا د خوب مناسبه دورانیه د صحت منده اوسیدلو لپاره ډېر اړین وي.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې ددې څېړنې لپاره یې څلور لکه کسان ترڅېړنې لاندې نیولي او څېړونکې ویلي چې د خوب مناسبه دورانیه زموږ د ټولو لپاره اړینه ده.

دوی وایي موږ ټوله ورځ له ستړیا، مصروفیت او فشار سره مخ یو، چې بیا مو خوب نه یوازې دا ستړیا لېرې کوي بلکې د نوو ننګونو لپاره مو هم اماده کوي.

دوی زیاتوي چې په مناسبه اندازې سره خوب کول او بیا سهار کې ژر بیدارېدل زموږ د بدن انرژي ساتي. خو هغه کسان چې د شپې تر ډېره وېده وي مخکې له وخته یې د مړینې خطر ډېر وي.

څېړونکې وایي چې د څېړنو له پایلو یې څرګنده شوه، هغه کسان چې د شپې تر ناوخته ویښ وي او بیا د ورځې تر ډېره وېده وي د نورو کسانو په پرتله یې له وخته وړاندې د مړینې خطر لس سلنه ډېر وي.

دا هم ولولئ

مڼه او د مڼې جوس تر کومه حده ګټور وي؟

د مڼې د ورځني استعمال په اړه خو ډېر روایت او مقولې جوړې شوي چې …