کورپاڼه / اسلام / له رسول الله (ص) څخه د عکاشه (رض) بدله اخیستل

له رسول الله (ص) څخه د عکاشه (رض) بدله اخیستل

کله چې د نبي کریم (ص) د وفات وخت رانږدې شو، هغه وخت یې سخته تبه درلوده، نو بلال (رض) ته یې امر وکړ چې په مدینه اعلان وکړه او ووایه چې د هر چا حق پر ما پاتې وي، مسجد نبوي ته دې راشي او خپل حق دې واخلي.

کله چې د مدینې خلکو دغه اعلان واورید نو سترګې یې له اوښکو ډکې شوې او په مدینه غوغا شوه، ټول خلک په مسجد نبوي کې راټول شول، د صحابه کرامو سترګې له اوښکو ډکې وې، زړونه یې ناآرامه ول، بیا نبي کریم (ص) راغی او دومره تبه یې وه چې څېره تکه سره اوښتې وه.

نبي کریم (ص) وفرمایل: ای زما ملګرو! که چېرته ستا کوم حق پر ما پاتې وي، نو هغه همدا نن له ما واخلئ، زه نه غواړم چې د قیامت په ورځ له خپل رب سره په داسې حال کې مخ شم چې پر ما د کوم چا حق پاتې وي.

ددې خبرې په اورېدو د صحابه کرامو زړونه په درزېد شول او په نبوي مسجد کې د اوښکو سیلاب وبهیده، صحابه کرامو ژړل خو ژبې یې خاموشې وې چې اوس به زموږ لارښود (ص) موږ پرېږدي.

حضرت نبي کریم (ص) د صحابه کرامو ددې حالت په لیدو وویل چې ای خلکو! هر ساکښ به د مرګ مزه څکي، زه چې د کومې موخې لپاره راغلی وم هغه پوره شوه، موږ به سبا په قیامت کې سره وینو. په دې حالت کې یو صحابي پورته شو چې په روایتونو کې د عکاشه نوم ورکړل شوی او و یې ویل چې یا رسوالله! زما حق درباندې پاتې دی.

کله چې تاسې د احد جنګ ته روان وئ نو کمچینه دې زما پر ملا ولګیده نو زه یې بدله اخیستل غواړم. په دې سره حضرت عمر (رض) پورته شو او و یې ویل آیا ته له نبي کریم (ص) څخه بدله اخلې؟ آیا ته نه وي چې هغه ناروغ دی؟ که ته غواړې چې بدل واخلې نو ما پر کمچینه ووهه خو له نبي کریم (ص) نه بدل مه اخله.

په دې سره رسوالله وفرمایل چې ای عمره! پرېږده چې بدل واخلي، حق یې دی، که چېرته یې حق ادا نه کړم نو الله تعالی سره به په کوم مخ مخ کېږم نو پرېږده چې حق یې ور ادا کړم. رسول الله کمچینه راوغوښته او عکاشه ته یې ورکړه واخله او خپل بدل دې واخله، صحابه کرامو ددې منظر په لیدو ډېر سخت وژړل.

عکاشه وویل یا د الله رسوله! زما پر لوڅه ملا ستا کمچینه لګېدلې وه، په دې سره رسول الله خپله ملا لوڅه کړه او و یې وویل چې په کمچینه یې ووهه. کله چې عکاشه د رسول الله ملا مبارکه ولیده کمچینه یې وغورځوله او زر یې د رسول الله ملا مبارکه ښکل کړه او و یې ویل چې زه به تا ولې وهم زما موخه د نبوت مهر لیدل او ښکلول ول ترڅو د جنت حقدار وګرځم. په دې سره رسول الله (ص) مسکی شو او و یې ویل چې تا جنت پر ځان واجب کړ.

دا هم ولولئ

سعودي عربستان د هغه کسانو لپاره مهم اعلان وکړ چې عمره کوي

سعودي عربستان اعلان وکړ چې سر له سبا به د عمرې لپاره اجازت نامې ور …