کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / له ځمکې څخه یو میلیارد نوري کاله لېرې یوه لویه چادونه شوې

له ځمکې څخه یو میلیارد نوري کاله لېرې یوه لویه چادونه شوې

په تېرو څو ورځو کې زموږ له ځمکې څخه له یو میلیارد نوري کاله هم په ډېره فاصله کې خورا شدیدې چادونې شوي او ساینسپوهانو د کامرې برخه ګرځولي.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي چې تر اوسه پورې چې په کایناتو کې څومره چادونې رامنځته شوي، دا چادونه له ټولو لویه ګڼل کېږي او عکاسي هم شوې ده.

د المان د څېړنیز انسټیټیوټ (جرمن الکټران سنکرټران) د ساینسپوهانو د وینا له مخې ویل کېږي، چې دغه چادونه د یوې سیارې د مرګ او له مرګ څخه وروسته په بلیک هول کې د بدلون پایله ده.

ساینسپوهان زیاتوي چې دا یوه (Gamma-ray) چاودنه وه او هغه روښنایي چې ترې خارجیدله په آسمان کې لیدل شوې او په نامیبیا کې د نصب شوي تیلی سکوپ(Fermi and Swift Telescopes) په مرسته لیدل شوې.

ویل کېږي چې دغه چادونه په کایناتو کې د ترسره شوو چادونو څخه ځمکې ته ترټولو نږدې چادونه وه او له وړاندې څخه څومره چاودنې شوي لږ تر لږه شل میلیارده نوري کاله فاصله یې درلوده.

دا هم ولولئ

ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری وموندل شو؛ په ۲۰۳۱ کال به د ځمکې ترڅنګ تېر شي

په انساني تاریخ کې ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری موندلی شوی. دغه ستوری له ۱۰۰-۲۰۰ …