کورپاڼه / روغتيا / آیا غواړئ چې په درې ورځو کې پنځه کیلو وزن کم کړئ؟

آیا غواړئ چې په درې ورځو کې پنځه کیلو وزن کم کړئ؟

د وزن ډېرول یوه عامه او آسانه خبره ده خو له ډېر شوي وزن څخه ځان خلاصول او بیا ځان سمارټ کول ډېر ستونزمن کار دی، خو ددې کار له پیلولو دمخه یو څو آسانه لارې چارې خپلې کړئ او د وزن کمولو اوږد سفر ته ځان تیار کړئ.

که څه هم ډېر شمېر کسان چې دوه یا درې ورځې د وزن کولو خواري وکړي خو څه نتیجه ترلاسه نه کړي، نو هیله یې مړې شي، که چېرته غواړئ چې دوی په دریو ورځو دننه پنځه کیلو وزن کم کړي نو د خوښۍ څپې به یې په وجود کې خورې شي.

دې غذایي رژیم ته د هګیو غذایي رژیم وایي، یعنې د ناشتې، غرمې او شپې به یوازې هګۍ خورئ، نور ټول خواړه منع ګڼل شوی خو دا هم په دریو بېلو طریقو سره وي.

د هګیو د غذایي رژیم په لومړي ډول کې د ورځې له شپږو تر اوو هګیو خوړلی شئ او له هګیو پرته هر څه منع دي. د سهار په ناشته کې به له دوو تر دریو هګیو وایشوئ او استعمال به یې کړئ او همدغه راز د ورځې په جریان کې ساده اوبه یا شین چای استعمالولی شئ.

دویم ډول یې دا دی چې ټوله ورځ له څلورو تر شپږو هګیو استعمال کړئ او ترڅنګ دوه پیالې شېدې هم وڅښئ. که څه هم د غذایي رژیم پرمهال د شېدو استعمال کومه پایله نه ورکوي نو غوره به وي چې د یو وخت غذا بدل کړو.

دریم ډول یې دادی چې د ورځې یو خوراک په نوره غذا سره بدل کړو او د ورځې له دوو تر درې هګۍ استعمال کړو. دا د لومړي ډول غذایي رژیم څخه ډېر غوره دی.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …