کورپاڼه / هنر او کلتور / د دهلي سترې محکمې جوهي چاوله دوه میلونه روپۍ جریمه کړه

د دهلي سترې محکمې جوهي چاوله دوه میلونه روپۍ جریمه کړه

د بالیووډ د فلمونو مشهوره او ښکلې اداکاره یا هنرمند جوهي چاوله د دهلي د محکمې له لورې دوه میلونه روپۍ جریمه شوه.

د دهلي سترې محکمې د جوهي چاوله هغه غوښتنه رد کړه چې په هند کې د (5G) د استعمال پر خلاف کړې وه او دا د شهرت ترلاسه کولو یوه ذریعه وګڼله.

محکې پخپله پرېکړه کې ویلي چې جوهي چاوله د شهرت ترلاسه کولو لپاره یاده قضیه او د محکمې غبرګون پر ټولنیزو رسنیو خپور کړی او د هغې د غوښتنې په ردولو سره یې دوه میلونه روپۍ جریمه کړه.

د یادولو وړ ده چې هندي اداکارې جوهي چاوله پخپل هیواد کې د (5G) ټیکنالوژۍ د استعمال پر وړاندې قضیه ثبت کړې وه.

جوهې چاوله ویلي ول چې د ډېرو وړانګو خارجیدل یا هغه وړانګې تارونه نه لري په ډېره کچه یې خارجول د انسان او حیواناتو لپاره خطرناک وي. نوموړي ویلي چې دغه وړاندې نه یوازې دا چې د انسان روغتیا ته زیانمنې وي، بلکې کولی شي چې خلک له منځه هم یوسي.

دا هم ولولئ

راکیش اوم پرکاش: کله چې مې د فلم کېسه امیتاب بچن ته ورکوله نو لاسونه مې لړزېدل

د بالیووډ فلمونو مخکښ فلم جوړونکی راکیش اوم پرکاش وایي کله مې چې د (عکس) …