کورپاڼه / روغتيا / آیا تاسې په سهار کې د موډ د خرابېدو ستونزې لرئ؟ سببونه یې څه دي؟

آیا تاسې په سهار کې د موډ د خرابېدو ستونزې لرئ؟ سببونه یې څه دي؟

ځینې کسان له خوب څخه د راپورته کېدو وروسته د طبیعت یا موډ بدلون حس کوي د مثال په توګه: خپګان، اندیښنه، غوسه، ډېر ستړیا او نور. دې حالت ته د (سهار خپګان) وایي خو پوښتنه داده چې دا ستونزې یوازې تر کمزورۍ او غوسې پورې محدوده ده یا کومه ناروغي ده او همدغه راز سببونه او درملنه یې څه ده؟

په عموم کې هغه کسان چې په سهار د طبیعت یا موډ خرابوالی حس کوي او د وخت په تېرېدو ښه کېږي او بیا د سهار غوندې احساس نه کوي. دا ډول خلک پرته له کوم علته د طبیعت له خرابېدو سره مخ وي او دا یې د مزاج برخه ګرځیدلي وي چې واضح سبب یې نه وې څرګند.

د سهار پر وخت د خپګان سببونه:

روغتیایي کارپوهان د سهار پر وخت د طبیعت خرابېدو ته ځانګړی علت نه په ګوته کوي او وایي چې دا حالت ډېر سببونه لري. دوی وایي چې د سهار پر وخت هورمونیکي بدلونونه د طبیعت د خرابېدو سبب کېږي. ویل کېږي کله چې تیاره وي نو بدن میلاتونین تیاروي او د کورتیسول هورمون په سهار کې د فشار او خپګان ته په ځواب ورکولو کې مهم رول لوبوي. یعنې د بدن نه توازن، د خوب کچه او روښنایي د موډ د بدلون سبب کېږي.

نور عوامل:

کورنۍ یعني ارثي ناروغي، طبي ستونزې، الکول یا الکولي درمل، درملو استعمال، د ژوند پېښې او ستونزې او نور.

نښې، نښانې:

په سهار کې پورته کېدل او له بسترې څخه د وتلو ستونزې، د ورځې په پیل کې د انرژۍ کمښت، په لامبلو یا د کافي په تیارولو کې ستونزې، بدني یا عملي کارونه ځنډول، د تمرکز نه شتون، ستړیا یا مایوسي، په ښو فعالیتونو کې برخه نه اخیستل، د لوږې کمښت او د خوب ډېرېدل.

درملنه:

روغتیایي کارپوهان وایي چې سهار له ورزش پرته، د شپې ژر وېده شئ او سهار وختي پورته شئ، پوره ارام وکړئ او له کوم ارواپوه سره مشوره وکړئ.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …