کورپاڼه / خبرونه / سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې د موسیقۍ د محفلونو د پرانیستلو اعلان وکړ

سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې د موسیقۍ د محفلونو د پرانیستلو اعلان وکړ

سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې د موسیقۍ د محفلونو د بېرته پرانیستو اعلان وکړ.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي په ریاض کې د کورونا د وایروس په سبب د موسیقۍ محفلونه هم خوندي نه ول ګڼلي او په همدې سبب یې بند کړي ول، خو اوس یې د بیا ځل لپاره د پرانیستلو اعلان وشو.

راپورونه د سعودي عربستان د چارواکو له خولې وایي چې د موسیقۍ محفلونه هم په شرطیه ډول سره پرانیستل شوي، یعنې یوازې څلویښت سلنه خلک ته به ور پکې اجازه ورکول کېږي.

د یاد هیواد چارواکې وایې چې د موسیقۍ په محفلونو کې ګډون کوونکو هنرمندانو لپاره اړینه ده، چې هغوی دې د کورونا واکسین کړي وي او په مراسمو کې به اړوند ټول شرایط پرځای کېږي.

بل لوري ته د سعودي عربستان د روغتیا وزارت وایي چې په تېرو څلویشت ساعتونو کې د کورونا یو زرو، دوه سوه، یو پېښې ثبت شوي او شپاړسو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دا هم ولولئ

اسدالله خان

اسدالله خان: په سلیکشن کې د غېر مسلکي کسانو د لاسوهنو له امله مې استعفا ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان وايي، چې په کرکټ بورډ …