کورپاڼه / سياست او روانې چارې / امریکا پر پخواني ولسمشر ټرمپ دوه کاله بندیز ولګید

امریکا پر پخواني ولسمشر ټرمپ دوه کاله بندیز ولګید

د پیغام رسونې ترټولو لویې ویبپاڼې فیسبوک د امریکا پر پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوو کلونو بندیز د پورې کولو اعلان وکړ.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې فیسبوک د جمعې په ورځ د جون په څلورمه نیټه د ټرټپ د اکونټ د ځنډولو په اړه یو څېړنېز راپور خپور کړ.

فیسبوک پخپله اعلامیه کې ویلي دي چې:((د امریکا د پخواني ولسمشر اکونټ یې د جنورۍ په میاشت له اصولو څخه د سرغړاوي په سزا کې د لنډ وخت لپاره تړل و، خو اوس یې د څېړنو وروسته پرېکړه وکړه چې دوه کاله بندیز به پرې پورې شي.))

په اعلامیه کې راغلي چې:((د ټرمپ پر فیسبوک غیر اړین او د تاوتریخوالي ډک بیانونه خپاره شوي ول چې په همدې سبب په کپټل هیل کې دردونکې پېښه رامنځته شوه.))

د فیسبوک د شرکت مرستیال وایي چې پر ټرمپ د بندیز ختمول امن ته خطر پېښوي او کار کوونکې یې له څېړنو وروسته ورڅخه غوښتنه وکړه چې اکونټ باید تړلی وي. نوموړی زیاتوي چې موږ د ټرمټ اکونټ د فیسبوک په قید کې په دوه کاله بند محکوم کړ او په راتلوونکې کې به یې بیا په اړه څېړنې وشي.

دی وایي چې: ((فیسبوک د بیان د آزادۍ احترام کوي، خو موږ چاته دا اجازه نه ورکوو چې د چا احساساتو ته زیان ورسوي یا نور پرې د تشدید لپاره ولمسوي.))

دا هم ولولئ

امرالله صالح

امرالله صالح د افغانستان په امنیت او جګړه کې لویه کمزوري څه شی ګڼي؟

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د فېسبوک کارول د افغانستان اسلامي جمهوریت لویه کمزوري …