کورپاڼه / خپلواک / آیا د سر ګرځیدل د اندیښنې وړ ګڼل کېږي؟

آیا د سر ګرځیدل د اندیښنې وړ ګڼل کېږي؟

ډېر وخت په پورته کېدو، کېناستو یاهم د تګ پرمهال ډېر شمېر کسان د سر له ګرځیدلو سره مخ کېږي، چې ځینې وخت دغه ستونزه د اندیښنې وړ هم ګڼل کېږي. خو سر ګرځیدل ډېر سببونه لري چې ځینې به یې دلته ولولو:

د اوبو کمښت: کله چې د انسان بدن د اوبو له کمښت یا ډي هایډریشن سره مخ شي، نو په نتیجه کې یې د ستړیا، د سر ګرځیدل یاهم د بدن توازن له لاسه ورکول کېږي.

ذهني فشار: ذهني فشار یا نا آرامي هم د سر د ګرځیدلو له عواملو څخه ګڼل کېږې، ځکه چې په دې سره د زړه درزا تېزېږي، انسان ژورې ساه ګانې اخلي او دا دواړه د سر د ګرځیدو سبب ګرځي.

د غوږ میکروب: کله چې د غوږ په منځنۍ برخه کې میکروب رامنځته شي یا د زکام، نزلې، حساسبت او د تنفسي سیستم په سبب د غوږ شاوخوا ته د میکروب مواد راټول شي نو د سر ګرځیدلو ستونزه پیدا کوي.

د ویټامین کمښت: په بدن کې د ویټامین بي ۱ کمښت هم ددې لامل ګرځي چې سر راباندې وګرځوي.

د زړه درزا: په ناڅاپي ډول د زړه د درزا تېزېدل یا کمېدل دماغو ته د وینې رسونه اغېزمنوي او په پایله کې د سر ګرځیدلو سبب کېږي.

د فلج حمله: که چېرته مو سر سپک یا وګرځیده او ترڅنګ یې عضلې هم کمزورې شوې، په خبرو کولو کې مو ستونزې درلودې، د بدن غړي مو مېږي ـ مېږي کیدل نو دا ټول د فلج نښې، نښانې دي.

دا هم ولولئ

په هند کې د کېندنو پرمهال د سرو زرو سکې موندل شوي، خو مزدوران پخپلو کې سره په جنګ شوي

د هندوستان د مهاراشټرا په ایالت کې د جوړونې په ساحه کې د کېندنو پرمهال …