کورپاڼه / جالب / په تایلینډ کې یو زړه سواندي ډاکتر د سور وزري (سور پري) درملنه وکړه

په تایلینډ کې یو زړه سواندي ډاکتر د سور وزري (سور پري) درملنه وکړه

موږ او تاسې که چېرته په کوم ځای کې سور وزری (سور پری) یا کوم بله حشره وینو، لومړی هڅه مو دا وي چې مړه یې کړو، خو په تایلینډ یو زړه سوانده شخص زخمي سور وزری له ځان سره وړی او د حیواناتو روغتون ته رسولی او هلته ډاکتر هم پر سور وزري زړه وسوځاوه او په وړیا ډول یې درملنه وکړه.

پر ټولنیزو د خپور راپور له مخې ویل کېږي چط تېره اوونۍ د ټایلینګ د حیواناتو یو روغتون کې د تانو لمپاتانوانچ په نوم یو ډاکتر یو داسې سړی راغی چې په ورغوي کې یې زخمی سور وزری نېولی و.

ویل کېږي چې هغه شخص دغه سور وزری له نږدې پیاده رو څخه په زخمي حالت کې ترلاسه کړی و، زړه سواندي ډاکتر ددې پرځای چې په هغه شخص رشخند ووهي، د سور وزري په درملنه بوخت شو او په وړیا ډول یې درملنه وکړه.

ویل کېږي چې دا د ډاکتر تانو لپاره د خپل ډول له مخې لومړنۍ پېښه وه او په دې هم نه پوهېده چې څه ډول به درملنه کوي، نو سمدستي یې د اکسیجن په کوټه یا ټانکۍ کې کېښود ترڅو په سم ډول سره اکسیجن واخلي.

ډاکتر تانو پر ټولنیزه رسنۍ لیکلي چې د سور وزري د ژغورلو امکانات پنځوس سلنه دي. که څه هم معلومه نه ده چې دغه حشره به ژوندس پاتې شي او که څنګه، خو د ډاکتر زړه سوی او مهرباني په ټولنیزو رسنیو کې ډېره ستایل کېږي.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …