کورپاڼه / تجارتي ليګونه / رحمان الله ګربز: پاکستان سوپر لیګ ته مې ښه تیاری کړی
رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: پاکستان سوپر لیګ ته مې ښه تیاری کړی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیلیز او چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی رحمان الله ګربز وايي، چې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو ته یې پوره تیاری کړی دی.

رحمان الله ګربز د راشد خان سره په ټک ټاک باندې په لایف بڼه راغلی و، چې د مینه والو پوښتنو ته یې ځوابونه هم ورکول، د همدې لایف یو کلیپ اوس هم په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

دواړه لوبغاړي هغه وخت لایف راغلي و، چې په بېلا بېلو هوټلونو کې کرنټین و، په دې لایف کې هغوی له یو بل پوښتنې هم کولې او د دې تر څنګ یې د مینه والو ځوابونه هم ورکول.

د راشد خان د پوښتنې په ځواب کې، چې له رحمان الله ګربز نه یې وکړه، چې پي ایس ایل ته یې تیاری کړی او که نه، نو نوموړي ورته په ځواب کې وویل، چې پي ایس ایل ته یې پوره تیاری کړی دی او له روژې میاشتې راهیسې یې تیاری کاوه.

د یادولو وړ ده چې رحمان الله ګربز د پاکستان سوپر لیګ پاتې سیالیو ته د ملتان سلطانز لوبډلې اخیستی دی، چې د جون په نهمه نېټه به پیل شي.

دا هم ولولئ

عزیزالله فضلي بیا د کرکټ بورډ عمومي رییس ټاکل کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ مخکینی رییس عزیزالله فضلي یو ځل بیا کرکټ بورډ ته د …