کورپاڼه / هنر او کلتور / ((د مېکپ سره ویده کېږم، ځکه که کوم افت راشي، نو په نیمه شپه به بهر وځم))
ډولي

((د مېکپ سره ویده کېږم، ځکه که کوم افت راشي، نو په نیمه شپه به بهر وځم))

د امریکا مشهوره سندرغاړې او اداکاره ډولي پارټن چې کله د شپې ویده کېږي، نو د مېکپ سره ویده کېږي او هېڅ کله هم خپل مېکپ ماښام له مخ څخه نه لیرې کوي.

هغې له یوې مجلې سره په خپله مرکه کې ویلي دي، که چېرته کوم قدرتي افت راځي، نو هغه ورته مخکې له مخکې چمتو وي، ځکه کېدای شي په نیمه شپه هم له کوره بهر ووځي او د همدې لپاره هغه د شپې هم په مېکپ کې ویده کېږي.

ډولي ۷۵ کاله عمر لري او وايي، چې کله د شپې ویده کېږي، نو خپل مېکپ نه لرې کوي، هغه وايي که چېرته زلزله راشي، طوفان راشي او یا هم کوم بل افت راشي، نو کېدای شي د شپې هم له کوره راووځي.

هغې مخکې په یوه مرکه کې دا هم ویلي و، کله چې کور ته لاړه شي نو ځکه خپل ټول مېکپ نه لیرې کوي، چې د هغې غریب خاوند به یې هم ويني. د هغې خاوند یو پخوانی سوداګر دی چې اوس ۵۴ کاله عمر لري.

په خپله مرکه کې ډولي وویل، کله چې هغه سهار وختي له خوبه راويښه شي، نو خپل مېکپ له مخ څخه پاکوي او له هغه وروسته بیا بېرته تازه مېکپ په هماغه وخت کوي، همدا راز ټوله ورځ هم خپل مېکپ سموي، چې چېرته خراب نه شي.

دا هم ولولئ

ګودر ځاځی

ګودر ځاځی: ډیرو جهادیانو، ملایانو، زاهدانو څخه خپل وجدان ته ارام او هوسا یم

د هېواد ځوان او مشهور سندرغاړی ګودر ځاځی وايي، چې هغه له ډیرو جهادیانو، ملایانو، …