کورپاڼه / خپلواک / شفيق ستانکزی وايي، هغه زه وم چې لوبې به مو ګټلې
شفيق ستانکزی

شفيق ستانکزی وايي، هغه زه وم چې لوبې به مو ګټلې

خپلواک وېبپاڼه (۱۰ نومبر ۲۰۱۹): د افغانستان کرکټ پخواني اجراييوي مشر شفيق ستانکزي په خپل يو پوسټ کې ويلي دي، چې هغه وخت زه وم چې لوبې به مو ګټلې، اوس چې زه نه يم نو يوه لوبه هم نه شئ ګټلی.

شفيق ستانکزی په خپل پوسټ کې ليکي:

((له هغې ورځې چې د نړۍ ستر غل، د کرکټ مافیا، د کرکټ ټیکدار، شفیق ستانکزی درنه تللی دا مو حال ده، ګني لوبډله هماغه ده، لوبغاړي هماغه دي، اداره هماغه ده، خو له کومې ورځې چې ټامیان په دي وتوانېدل د یو ناتوانه مشر په توسط یې په غیر قانوني، غیر اخلاقي ډول زما د دندې نېټه ختمه اعلان کړه له هغه راهیسې دې په ۲۰ نړیوالو یو ورځنۍ سیالیو کي درې ۳ ګټلي او باقي نورې بایللي. په شل اوریزو کي خو لا زمبابوی هم د لومړي ځل لپاره مات کړو، مالي کوم زیان چې د افغانستان کرکټ بورډ ته اوښتی هغه خو لا یو بل اوږد بحث ده.))

شفيق ستانکزي داسې ښکاره کړې ده، چې ټولې لوبې مخکې هغه ګټلې، خو کله چې هغه له کرکټ بورډ نه تللی دی، نو داسې څوک نشته چې اوس د ملي لوبډلې لپاره لوبې وګټي.د خلکو تبصرې

د هغه په دغه پوسټ باندې خلکو ډېرې تبصرې کړې دي، خو داسې تبصره پېدا کول پکې ګران دي چې د هغه په حق کې شوې وي، ځکه په ټولو تبصرو کې هغه پسې بدې ردې ويل شوي دي.

شفيق ستانکزی هغه مهال له کرکټ بورډ ليرې شو، کله چې عزيزالله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر و، ځکه د کرکټ بورډ د اجراييوي مشر دنده درې کاله ده او شفيق ستانکزي تر درې کلونو هم ډېره موده تېره کړې وه. د هغه په ليرې کېدو په ټولنيزو رسنيو کې خلکو ډېره خوښي هم څرګنده کړې وه.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …