کورپاڼه / خبرونه / اعظم خان، هغه لوبغاړی چې ۱ کال کې يې ۳۰ کلو وزن کم کړ او ملي لوبډلې ته یې ځان ورساوه
اعظم خان

اعظم خان، هغه لوبغاړی چې ۱ کال کې يې ۳۰ کلو وزن کم کړ او ملي لوبډلې ته یې ځان ورساوه

پاکستان سوپر لیګ کې د کوټې ګلیډیټر لپاره لوبېدونکی چټک توپوهونکي اعظم خان په تېر ۱ کال کې ۳۰ کلو وزن کم کړ او ځان یې د پاکستان ملي لوبډلې ته ورساوه.

اعظم خان چې تجارتي لیګونو کې لوبېده، خو وزن یې بېخي ډېر و او ډېر په چټکۍ سره یې خپل وزن کم کړ، چې اوس انګلستان او ویسټ انډیز ته د پاکستان په شل اوریزه سکواډ کې شامل دی.

اعظم خان وايي، چې کله یې د پاکستان لوبډله کې د اخیستو خبر واورېد، نو له سترګو یې اوښکې لاړې او تراوسه یې یقین نه راځي، ځکه دا د هر لوبغاړي ارمان وي چې د خپل هېواد استازولي په نړیواله کچه وکړي.

اعظم خان په خپله یوه تازه مرکه کې دا هم وویل، چې هغه هېڅ کله هم دې ته نه ګوري چې څوک ورته توپ اچونه کوي، بلکې یوازې بال ته ګوري او د وهلو هڅه یې کوي.

له هغه څخه پوښتنه وشوه، چې په عامر خان یې څنګه په یو اور کې ۳ شپږیزې وهلې وې، نو هغه وویل چې محمد عامر یو ښه توپ اچونکی دی، خو نوموړی چې کله توپوهنې ته ودرېږي، نو بیا هڅه کوي چې د خپلې لوبډلې لپاره ښې منډې وکړي او ټول پام یې همدې ته وي.

دا هم ولولئ

محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په …