کورپاڼه / خبرونه / عزیزالله فضلي په شپږیزه کې لوبډله اخلي
عزيزالله فضلي

عزیزالله فضلي په شپږیزه کې لوبډله اخلي

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی عمومي رییس عزیز الله فضلي وايي، چې غواړي په شپږیزه کرکټ لیګ کې د کورني کرکټ لیګ د پرمختګ لپاره لوبډله واخلي.

کرکټ بورډ د راتلونکې شپږيزه کرکټ لیګ لپاره یو ځل بیا د لوبډلو په پېرلو لاس پورې کړی دی او ویل کېږي چې دا ځل د لوبډلو له مالکینو څخه ډېرې پېسې غواړي، خو تراوسه پورې د لوبډلو مالکینو سره یوې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

که څه هم کرکټ بورډ تراوسه پورې د شپږیزې کرکټ لیګ په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او هر څه یې تر پردې شاته ساتلي دي، خو پخوانی چیرمېن هم د لوبډلې اخیستو لپاره رامخکې شوی دی.

عزیزالله فضلي په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي دي: ((روان کال کې د افغانستان شپږیزې کرکټ لیګ کې لوبډله اخلم، د کورني کرکټ د پرمختګ لپاره او د دې لپاره چې تکړه او نوي ستوري د کرکټ نړۍ ته راووځي.))

هغه په خپل پوسټ کې زیاتوي: ((هغه مستحق لوبغاړي چې دغو سیالیو وړتیاوې یې درلودې خو حق نه ده ورکړل شوی، هغوی په خپلې لوبډله کې واخلم. ان شا الله چې يو پیاوړې لوبډله به تاسو دا ځل په شپږیزه کرکټ لیګ کې وګورئ.))

دا هم ولولئ

محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په …