کورپاڼه / جالب / څه ډول کولی شو چې د وټساپ ډیلیټ شوي پیغامونه ولولو؟

څه ډول کولی شو چې د وټساپ ډیلیټ شوي پیغامونه ولولو؟

د پیغام رسونې لپاره استعمالیدونکی مشهور اپلیکیشن وخت ناوخت د خپلو کاروونکو د آسانتیا لپاره یو نه، یو نوي فیچر وړاندې کوي.

وټساپ په ۲۰۱۷ کال د خپلو کاروونکو لپاره د (ډیلیټ یوري ون) په نوم په زړه پوری فیچر وړاندې کړی و، چې مرسته یې که چېرته له چا په تېروتنې سره پیغام تللی وي نو په اوو دقیقو کې دننه ډیليټ کېږي.

خو ډېر کسان اندیښنه کېږي او فکر کوي چې ملګري یا خپلوان یې دا څه ورولېږل چې سمدستي یې بېرته ډیليټ کړ. نن ورځ یوه داسې طریقه درښیو چې په مرسته یې ډیليټ شوی پیغام لوستل کېږي. که څه هم وټساپ داسې کومه آسانتیا نه لري نو له بلې لارې ګټه اخلو.

له ګوګل پلی سټور څخه به د (نوټي سیو) په نوم اپلیکیشن ډانلوډ کړئ، بیا یې پرانیزې او د نوټیفکیشن ترڅنګ ټول اپشنونه آن کړئ. کله چې مو آن کړل نو دغه اپلیکیشن به ټول نوټیفکیشن له ځان سره ساتي.

په همدې ډول که چېرته کوم ملګري مو پیغام درلېږلی او بیا یې ډیلیټ کړی نو په نوټي سیو کې یې لوستلی شئ. کله چې دغه پروګرام پرانېزئ نو پیغام به مو مخ ته راشي او ترڅنګ به یې د ډیليټ کیدو په اړه هم خبر درکړي.

دا هم ولولئ

که انسان په زر کاله ژور خوب وېده شي نو په نړۍ کې به څه بدلون رامنځته شي

که چېرته ټول انسانان د زرو کلونو لپاره په ژور خوب ویده شي او له …