کورپاڼه / جالب / یوه داسې مسافر وړونکې الوتکه جوړه شوې چې سرعت یې له غږ څخه تېز دی

یوه داسې مسافر وړونکې الوتکه جوړه شوې چې سرعت یې له غږ څخه تېز دی

که چېرته خپل تېر ژوند ته نظر واچوو، نو وینو چې د تېر په پرتله اوس له ډېرو اسانتیاوو او سهولتونو څخه برخمن یو او دغه آسانتیاوې او سهولتونه د ټیکنالوژۍ برکت دی. خو ټیکنالوژي پخپل ځای نه دی ولاړه بلکې ورځ تر ورځې اسانتیاوي، چې اوس په همدې لړ کې امریکا یو تیز سرعته الوتکه جوړه کړې.

د امریکا متحده ایالاتو یو شرکت یوه داسې نوې مسافر وړونکې الوتکه جوړه کړې، چې د غږ یا آواز له سرعت څخه هم تېزه الوتنه کوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د امریکا د (بوم سوپر سونک) په نوم یو شرکت د (اوورچر سوپر سوینګ اییر کرافټ) په نوم یوه داسې مسافر وړونکې الوتکه جوړه کړې چې د غږ د سرعت څخه هم تېزه ده.

په دې اړه یاد شرکت له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دغه الوتکه له امریکا څخه تر لندنه پورې سفر یوازې په دریم نیمو ساعتونو کې کوي.

په دې الوتکه کې له پنځه شپېتو څخه تر اته اتیا پورې څوکۍ یا سیټونه نصب شوي، خو لا تر اوسه یې د کرایې په اړه څه نه دي ویل شوي او ټولې څوکۍ یې په سوداګریزه برخه کې شاملې دي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …