کورپاڼه / جالب / ماین کشف کونکي موږک له خپل دندې تقاعد شو

ماین کشف کونکي موږک له خپل دندې تقاعد شو

د میګاوا په نوم دغه موږک چې خپل ژوند یې د انسانانو د ژوند ژغورنې لپاره ځانګړی و او ماینونه یې کشفول بالاخره له دندې تقاعد شو.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې میګاوا پنځه کاله په کمبودیا کې د ماین کشف کوونکې په توګه دنده ترسره کړه او له هغې وروسته تقاعد شو.

د میګاوا ساتونکی یا څښتن میلن له بي بي سي سره د خبرو پرمهال ویلي، که څه هم دا یو وړوکی موجود دی خو د ډېرو کسانو ژوند یې ژغورلی او په خوندي ډول یې خلکو ته د ډېرو ځمکو په ورکړه کې مرسته کړې.

میلن دا هم وایي چې میګاوه خپله دنده او مسولیت په ښه ډول سره ادا کړ او ویاړ کوي چې اوږه په اوږه یې ورسره کار کړی دی.

ویل کېږي چې میګاوا د خپل کیریر پرمهال په کمبودیا کې د یو اویا ماینونو ترڅنګ بې شمېره هغه مواد هم په ګوته کړي چې چاودنه رامنځته کوي. د اټکل له مخې ویل کېږي چې په دې هیواد کې شپږ میلونه ماینونه شتون لري.

دا هم ولولئ

هغه هیواد چې اوسیدونکو یې له ډېر غربته چرګان قرباني کړل

د لوی اختر په راتګ سره د نړۍ ټول مسلمانان سنت ابراهیمي پرځای کوي او …