کورپاڼه / جالب / د لرغونو زمانو خلکو به په حیرانوونکې توګه سرونو کې سوري کول

د لرغونو زمانو خلکو به په حیرانوونکې توګه سرونو کې سوري کول

د لرغونو زمانو انسان به پخپلو سرونو کې سوري کول، خو دغه سوري کول یې ډېر حیرانوونکی لامل لري.

ویل کېږي چې لرغون پېژندونکو داسې کوپړۍ ترلاسه کړي چې غټ، غټ سوري پکې موجود ول. په لرغونو زمانو کله چې یو شخص د میرګي، ژور خپګان یا نیم سري ناروغي درلوده نو هغوی به دا فکر کاوه چې په سر کې یې پیریان دي.

بیا به یې په همدې ډول د ناروغ په سر کې سوري کول ترڅو د همدې سوري له لارې پیری بهر ووځي. څېړونکې وایي چې دغه طریقه اوس هم په ډېرو ځایونو کې د ګټې اخیستنې وړ ده، یعنې که چېرته په دماغو کې د وینې فشار ډېر وي، نو د سوري په کولو سره یې فشار کمېږي.

بل لوري ته په نړۍ کې داسې خلک هم شته چې له مړینې وړاندې له شرکتونو سره تړون لاسلیک کوي او له دوو تر درې لکه ډالر ددې لپاره ورکوي چې دغه شخص له مړینې وروسته تر څو سوه کلونو پورې په یخچال کې کېږدي.

دوی په دې باور دي چې په راتلوونکو څو سوه کلونو کې به ساینس په دې وتوانېږي چې مړي ژوندي کړي، نو که چېرته یې بدن روغ وي نو بیابه را ژوندي شي. ځینې کسان چې دومره روپۍ نه شي ورکولی نو یوازې د خپل سر په اړه تړون کوي او دوی باور لري چې په راتلونکې څو سوه کلونو کې که ساینس انسان ژوند کړ نو بدن یې هم جوړولی شي.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …