کورپاڼه / خبرونه / د ۲۰۳۰ کال د فوټبال نړیوال جام به هسپانیې او پرتګال کې ترسره شي

د ۲۰۳۰ کال د فوټبال نړیوال جام به هسپانیې او پرتګال کې ترسره شي

د ۲۰۳۰ کال د فوټبال نړیوال جام به په هسپانیې او پرتګال کې ترسره شي، چې په دې اړه دواړو هیوادونو په ګډه د کوربتوب لپاره تړون هم لاسلیک کړ.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د دواړو هیوادونو د فوټبال فدراسیون مشرانو د نړیوال جام د کوربتوب لپاره پر تړون لاسلیک وکړ او ترڅنګ یې د پرتګال او هسپانیې لومړیو وزیرانو هم پر تړون لاسلیک وکړ.

د تړون له مخې به د دواړو هیوادونو حکومتونه د کوربتوب په ترلاسه کولو کې د فوټبال له فدراسیونو سره مرسته کوي.

هسپانیې له دې وړاندې په ۱۹۸۲ کال د نړیوال جام کوربتوب کړی و او همدغه راز پرتګال بیا په ۲۰۰۴ کال د اورپا د اتلولۍ سیالیو کې کوربتوب په غاړه درلوده.

د یادولو وړ ده چې فوټبال د نړۍ ترټولو مشهوره لوبه ده، چې په همدې سبب یې د لوبو بادشاه هم بولي او ددې لوبې له لارې ډېرې روپۍ هم ترلاسه کېږي او لوبغاړي د نړۍ شتمن لوبغاړي ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

اسدالله خان

اسدالله خان: په سلیکشن کې د غېر مسلکي کسانو د لاسوهنو له امله مې استعفا ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان وايي، چې په کرکټ بورډ …