کورپاڼه / هنر او کلتور / ګل پاڼې هم د پولیو څاڅکو لپاره کمپاین پیل کړ
ګل پاڼه

ګل پاڼې هم د پولیو څاڅکو لپاره کمپاین پیل کړ

د پښتو ژبې مشهورې سندرغاړې ګل پاڼې هم د پولیو څاڅکو لپاره کمپاین پیل کړی دی او له خلکو څخه یې غوښتنه کړې ده چې خپلو ماشومانو ته دې د پولیو څاڅکي ورکړي.

ګل پاڼې په دې تړاو یوه ویډیو په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې خپره کړې ده، چې یو ماشوم ورسره په غېږ کې دی، بیا د پولیو څاڅکو لپاره یوه ښځه راځي او دغه ماشوم ته څاڅکي کوي.

ګل پاڼې له دې ویډیو سره لیکلي دي: ((مونږ خپلو وړو/ خوريونو/ وريرونو ته د پوليو څاڅکي ورکړل، تاسو هم خپلو بچو ته د پوليو څاڅکي ورکړئ، او ساتنه يي وکړي.))

د ګل پاڼې دا ویډیو چې دوه ساعته مخکې يې په فېسبوک کې خپره کړې ده، تراوسه پورې ۲۱۱ زره کسانو کتلې ده او تر ۲۰ زرو څخه زیاتو کسانو خوښه کړې هم ده.

د یادولو وړ ده چې افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي، چې اوس هم پکې د پولیو پېښې ثبتېږي، په نوره نړۍ کې بیا د پولیو دا ناروغي ختمه شوې ده.

دا هم ولولئ

اشرف غني او عبدالله مقری

ولسمشر غني: عبدالله مقري خلک د وطن ابادۍ او سوله ییز ژوند ته وهڅول

د هېواد مشهور، نومیالی او وتلی سندرغاړی عبدالله مقري نن سهار د کورونا ویروس ناروغۍ …