کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د نیوزیلېنډ د ۳۷۸ منډو په بدل کې انګلستان ۲۷۵ منډې وکړې
انګلستان لوبډله

د نیوزیلېنډ د ۳۷۸ منډو په بدل کې انګلستان ۲۷۵ منډې وکړې

انګلستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۷۵ منډې وکړې او په دې ونه توانېده چې د نیوزیلېنډ د لومړۍ پاڼۍ منډې پوره کړي، اوس نیوزیلېنډ دویمه پاڼۍ توپوهنه کوي.

د انګلستان او نیوزیلېنډ لومړۍ ټېسټ لوبه چې د جون په ۲مه نېټه پیل شوې ده، نن یې څلورمه ورځ ده، چې لومړی نیوزیلېنډ توپوهنه کړې وه او ۳۷۸ منډې يې کړې وې. دیون کانوی په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې غبرګه سلیزه وهلې وه او هینري نیکولاس ۶۱ منډې کړې وې.

انګلستان یې په ځواب کې ۲۷۵ منډې وکړې، چې روري برنس ۱۳۲، جو روټ ۴۲ او اولي روبینسن هم ۴۲ منډې وکړې. د نیوزیلېنډ له خوا ټیم ساوټي زبردسته توپ اچونه ترسره کړه او ۶ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز کیلي جیمیسون ۳ ویکټې واخیستې.

انګلستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې له نیوزیلېنډ څخه ۱۰۳ منډې کمې وکړې، چې نیوزیلېنډ تراوسه په دویمه پاڼۍ کې ۲۱ منډې کړې دي او ۱۲۴ منډې مخکې دی.

د یادولو وړ ده چې نن او سبا پوره ورځ لوبه پاتې ده، چې نیوزیلېنډ به د انګلستان لوبډلې ته هدف ټاکي او د انګلستان لوبډله به بیا د یاد هدف پوره کولو کوشش کوي.

دا هم ولولئ

شاهنواز دهاني

له لاهور نه د بریا چل هېر شو، دا ځل دهاني لاهوریان مات کړل

د لاهور قلندرز لوبډلې تېره ورځ د ملتان سلطانز پر وړاندې ډېره کمزورې لوبه ترسره …