کورپاڼه / هنر او کلتور / د پښتو ژبې مشهور لیکوال طاهر اپریدی مړ شو
طاهر اپریدی

د پښتو ژبې مشهور لیکوال طاهر اپریدی مړ شو

د پښتو ژبې مشهور او لوی لیکوال طاهر اپریدی نن د پاکستان په کراچۍ ښار کې خپل روح حق ته سپارلی دی، چې د ادبي نړۍ خلک یې په مړینه ډېر خپه دي.

طاهر اپریدی د کوزې پښتونخوا اوسېدونکی و، چې په اوسني عصر کې د ځانګړي سبک لیکوال و، هغه د پښتو لنډې کیسې یا افسانې یو له مشهورو لیکوالانو څخه و، د دې تر څنګ هغه ناول او سفرنامې هم لیکلي دي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ په ګډون، د کوزې پښتونخوا او افغانستان مشهورو لیکوالانو او شاعرانو د هغه مړینه ستره ضایع بللې ده او په ټولنیزو رسنیو کې يې د ارواښاد د مړینې په اړه پوسټونه کړي دي.

طاهر اپریدی چې له لسیزو راهیسې په کراچۍ کې مېشت و، هلته یې تاريخي (جرس) مجله هم تر ډېرې مودې پورې چاپ کړې وه او د (جرس ادبي جرګې) په نوم غونډې يې هم ترسره کولې.

د کراچۍ په خاوره د پښتو ژبې او ادب لپاره د ارواښاد طاهر اپریدي خدمتونه د هېرولو نه دي او د هغه نوم به په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکلی کېږي.

دا هم ولولئ

اشرف غني او عبدالله مقری

ولسمشر غني: عبدالله مقري خلک د وطن ابادۍ او سوله ییز ژوند ته وهڅول

د هېواد مشهور، نومیالی او وتلی سندرغاړی عبدالله مقري نن سهار د کورونا ویروس ناروغۍ …