کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / نیم انسان او نیمه بېزو؛ ساینسپوهانو ډېره وېرونکې تجربه وکړه

نیم انسان او نیمه بېزو؛ ساینسپوهانو ډېره وېرونکې تجربه وکړه

د ژوندي پاتې کیدلو په هڅو او کوښښونو کې ساینسپوهان هره ورځ په ډېر حیرانوونکو او جنجالي تجربو بوخت دي، چې اوس یې په همدې لړ کې یوه نوې تجربه کړې ده.

د راپورونو له مخې ویل کېږي، چینایي او امریکایي ساینسپوهانو په ګډه تجربې کړي او د انسان او بېزو د ترټولو بنسټیزو حجرو په ګډون یې ژوندی جین (ایمبریو) تیاره کړې.

که له یو لوري دا د ساینس په نړۍ کې مهمه بریا ګڼل کېږي خو له بل لوري ډېره جنجالي تجربه هم ده، ځکه چې څېړنې ته د پرمختګ په ورکولو سره د (نیم بېزو او نیم انسان) په څېر عجیبه مخلوق رامنځته شي.

ساینسپوهان له تېرو شلو کلونو راهیسې هڅه کوي ترڅو د کوم حیوان په بدن کې د انسان د بدن غړی را شین کړي او بیا یې د هماغه شخص په بدن کې پیوند کړي؛ نو ځکه خو ساینسپوهان د انسان او حیوان د حجرو د یوځای کولو هڅه کوي.

که چېرته د ساینسپوهانو دغه طریقه بریالۍ شوه نو د انساني غړو د بې کاره کیدو په سبب به د مړینې کچه را کمه شي. ساینسپوهان وایي ددې طبي انقلاب په مرسته به د خلکو لپاره د بدن د غړو ورکولو ستونزې هوارې شي.

د یادولو وړ ده چې د نورو حیواناتو په پرتله انسان او بېزو سره تر ډېره ورته والی لري؛ نو پر همدې بنسټ ساینسپوهانو دا پوښتنه مخ کېښوده، که چېرته د بېزو او انسان بنسټیزې حجرې سره یوځای شي نو آیا له یو بل سره به په اوسیدو وده ونه کړای شي؟

دا هم ولولئ

ډیجیټل زده کړیاله ۱

د نړۍ لومړنۍ ډیجیټل زده کړیالې په پوهنتون کې داخله واخیسته

چین یو ځل بیا د نړۍ حېرانولو لپاره ګام پورته کوي، د نړۍ په تاریخ …