کورپاڼه / جالب / دا نجلۍ ادعا کوي چې د زیات ښایست له امله پرې ټویټر بندېز لګولی
امریکایۍ نجلۍ

دا نجلۍ ادعا کوي چې د زیات ښایست له امله پرې ټویټر بندېز لګولی

د ټویټر په ګډون کې د هرې ټولنیزې رسنۍ اصول ونه منئ، نو کېدای چې ستاسې اکاونټ وتړل شي، خو تاسې به په دې ډېر حېران شئ، چې یوې امریکايۍ نجلۍ ادعا کړې ده، چې ټویټر پرې یوازې له دې امله بندېز لګولی دی، چې هغه ډېره ښکلې يا ښایسته ده.

د ډېلي سټار د راپور په وېنا، دا نجلۍ وایټني پيج وینیبل نومېږي چې ۲۶ کاله عمر لري او وايي، چې زما له ښایست څخه ډېر خلک سوځي او له دې امله په ټویټر کې زما عکسونه رپورټ کوي، چې د دوی د رپورټ له وجې پرې ټویټر بندېز لګولی دی.

دا نجلۍ د امریکا په فلوریډا کې ژوند کوي، په انسټاګرام کې ۱.۶ میلیونو کسانو هغه تعقیب کړې ده، په يو پوسټ کې وايي: ((ما له تېرو ۸ کلونو راهیسې ټویټر کاراوه، هلته ما سلګونه زره فالورز درلودل، خو په ۲۰۲۰ کال د نومبر میاشت کې زما اکاونټ بند کړای شو.))

هغه زیاتوي، چې د اکاونټ بندېدل زما لپاره ډېر د خپګان وړ و، ځکه ما هېڅ کله هم کوم غلط ټویټ نه و کړی، د ټویټر هېڅ پاليسي مې نه وه ماته کړې، خو وروسته راته معلومه شوه چې ټویټر زما د ښایست له امله ما سره دا کار کړی دی او زما د ټویټر اکاونټ یې بند کړی دی.

هغه وايي، چې ما څو ځل هڅه وکړه چې له ټویټر سره اړیکه ونیسم او د خپل اکاونټ د بېرته خلاصولو په اړه ترې غوښتنه وکړم، خو هر ځل ناکامه شوم، کله چې ما د نوي اکاونټ جوړولو هڅه وکړه، نو راته معلومه شوه چې زما ای پي ادرس یې هم بلاک کړی دی، نو اوس زه یوازې له خپل موبایل څخه د ټویټر نوی اکاونټ کاروم.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …