کورپاڼه / اسلام / د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه سنت چې ساینس یې په منلو مجبور شو

د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه سنت چې ساینس یې په منلو مجبور شو

ساینسپوهانو د یوې څېړنې له پایلو داسې څرګندونې وکړې چې ټول به بې اختیاره د سبحان الله په ویلو مجبور شئ، ځکه چې زموږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم چې له نن څخه څوارلس سوه کاله وړاندې په کومو سنتو د عمل کولو لارښوونه کړې وه، نن هماغه خبره ساینس مني.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې له وېده کېدو وړاندې درې ځلې بستره جارو یا پاکه کړئ. که څه هم له دې څخه معلومېږي چې دا حکم د حشرو څخه د بسترې پاکول دي خو له نوو څېړنو حیرانوونکې څرګندونې شوي.

ساینس وایي چې د انسان په بدن کې د میتابولیزم عملیه څلرویشت ساعته دوام لري، چې په همدې سبب په زرګونه نوې حجرې جوړېږي او زړي له منځه ځي او په بستره غورځي خو په سترګو نه ښکاري، نو که چېرته بستره جارو نه شي بېرته بدن ته داخلېږي او زیانمنې ګڼل کېږي.

ساینس دا هم وایي ددې لپاره چې بستره مو سمه پاکه شي باید درې ځلې جارو شي. نبي کریم نبي صلی الله علیه وسلم د وېده کېدو پرمهال پر ښي اړخ د وېده کېدو حکم هم کړی و.

اوس ساینس وایي که په ښي اړخ ویده شو نو پر زړه مو فشار کم راځي او په ښه ډول سره خپل فعالیت کوي، ټول بدن ته په شکل سره وینه رسوي او د زړه د حملې خطر هم کمېږي. همدغه راز هغه څه مو چې خوړلي وي ژر هضمېږي.

دا هم ولولئ

حدیث شریف: له پردۍ ښځې سره په یوازیتوب کې له کتلو غوره دي چې په سر میخ ووهل شي

ډېر شمېر نارینه یا ښځینه دا کړنه ډېره عادي ګڼي چې د یوې غیر محرم …