کورپاڼه / جالب / یو میلیاردر شخص او میرمنې یې په (۱۴) میاشتو کې (۲۰) ماشومان زېږولي

یو میلیاردر شخص او میرمنې یې په (۱۴) میاشتو کې (۲۰) ماشومان زېږولي

د یوریشیا په جارجیا کې یو میلیاردر شخص او میرمنې یې د (۱۴) میاشتو په موده کې (۲۰) ماشومانو ته زېږون ورکړی، خو پوښتنه داده چې دا څه ډول ممکنه ده؟

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه (۲۳) کلنه انجلۍ کرسټینا اوزترک نومېږي او په اصل کې د روس اوسیدونکې ده، خو نوموړې څو کاله وړاندې جارجیا ته په چکر لاړه او هلته له (۵۷) کلن سوداګر شخص ګیلپ سره مخ شوه، چې بیا یې سره واده هم وکړ.

کرسټینا له واده وروسته یوه لور وزېږوله، خو دوه وړاندې یې وغوښتل چې په یو کال کې (۲۰) ماشومان پیدا کوي او په همدې لړ کې د بدیلو میندو لټون پیل کړ ترڅو ماشومان یې وزېږوي.

ګیلپ او کرسټینا په (۱۴) میاشتو (۱۳۸۰۰۰) پونډ مصرف کړل، شل بدیلې میندې یې پیدا کړې، بیا ډاکترانو د ګیلپ سپرمونه او د کرسټینا له هګۍ ایمبریو یا جینونه تیار کړل او د بدیلو میندو په خېټو کې یې کېښوده او د (۱۴) میاشتو دننه دواړه د (۲۰) ماشومانو مور او پلار شول.

کرسټینا پخپل یوه لور زېږولې او له وړاندې یې په همدې طریقه یو زوی هم پیدا شوی و، چې اوس ټول اولادونه (۲۲) دي. دوی دواړه وایي که غواړي په همدې ډول نور ماشومان هم وزېږوي او امکان دې ولري چې (۱۰۰) ته یې هم ورسوي او ریکارډ جوړ کړي.

دا هم ولولئ

په هند کې یو شخص پر یو وخت له دوو انجونو سره واده وکړ

د هند په تلنګانه ایالت کې یو قبایلي شخص شخص په یو منډپ (د هندوانو …