کورپاڼه / خبرونه / فنلینډ د ښځینه فوټبال لوبغاړو لپاره په وړیا ډول ورزشي حجابونه وویشل

فنلینډ د ښځینه فوټبال لوبغاړو لپاره په وړیا ډول ورزشي حجابونه وویشل

په فنلینډ کې د فوټبال ټولنې ددې لپاره چې ښځینه لوبغاړي ددې لوبې د کولو لپاره متوجې کړي، په وړیا ډول یې د ورزشي حجابونو (سکارف) د ورکولو لړۍ پیل کړه.

ددې هیواد د فوټبال ټولنې ددې لوبې د پرمختیا کمیټې مشر هیډي پهلاجا له فرانسوي خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې تر اوسه یې بې شمېره هغه حجابونه ویشلي چې په تخنیکي ډول له ډېرې ښې ټوټې څخه جوړ شوي.

دی وایي چې هغه انجونې چې خپل هیواد یې پرېښی وي او فنلینډ کې پناه اخیستي، د فوټبال په کلب کې یې داخلول ستونزمن ول، خو بیا دا اقدام وکړ چې مذهب مو په نظر کې نه نیوه یعنې که څوک غواړي حجاب استعمال او که څوک نه غواړي نه دې استعمالوي.

که څه هم د حجاب ویشنې د انجونو په راجلبولو کې مثبت رول ولوباوه خو ځینو کسانو نېوکي کړي او ویلي یې دي چې په دې مذهب لوبو ته داخلېږي او په دې ډول د ښځو سپکاوی کېږي.

فنلینډ ددې لپاره چې صنفي امتیاز له منځه یوسي او برابري یا مساوات په نظر کې ونیسي، په همدې موخه یې ښځینه او نارینه لوبغاړو ته د یو ډول معاش او بوس ورکولو پرېکړه هم له دې وړاندې کړې وه.

دا هم ولولئ

اسدالله خان

اسدالله خان: په سلیکشن کې د غېر مسلکي کسانو د لاسوهنو له امله مې استعفا ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان وايي، چې په کرکټ بورډ …