کورپاڼه / روغتيا / هغه تېروتنې چې د جامو وینځلو پرمهال مو روغتیا زیانمنوي

هغه تېروتنې چې د جامو وینځلو پرمهال مو روغتیا زیانمنوي

ډېر شمېر خلک په اوونۍ کې یو ځل خپلې جامې وینځي، خو د وینځلو یا وچولو پر وخت یې ډېرې تېروتنې کوي، چې بیا همدغه تېروتنې ددې لامل کېږي چې پوستکب اغېزمن کړي. نو راځئ چې دغه تېروتنې ولولو:

د صابون ډېر استعمال:

که چېرته د جامو وینځلو پرمهال ډېر صابون وکاروئ، نو پاتې شوني په جامو کې پاتې کېږي چې بیا د پوستکي لپاره زیانمن تمامېږي او پوستکی زخمي کولی هم شي.

جامې سمې نه وچول:

ځینو وختونه کله چې جامې په بشپړ ډول وچې نه شي نو فنګس پیدا کوې او په دې ډول په المارۍ کې یې ایښودل بد بوی پیدا کوي.

د ناروغانو کسانو جامې په یخو اوبو وینځل:

د ناروغانو کسان جامې باید بېلې او په ګرمو اوبو سره ووینځل شي ترڅو میکروبونه یې بل شخص ته لاړ نه شي او همدغه راز باید څو ځله ووینځل شي.

له وینځلو وروسته سم نه زبېښل:

د خپلې روغتیا د خوندي ساتلو لپاره جامې له وینځلو وروسته په سم ډول سره وزبېښئ، ترڅو صابون، داغ او چټلي یې لېرې شي.

جامې په کور کې دننه وچول:

ترټولو لویه تېروتنه په کور کې د جامو وچول دي، جامې باید لمر ته واچول شي او د لمر په وړانګو سره وچې کړی. ځکه لمر یې میکروبونه وژني او بوی یې ختموي.

دا هم ولولئ

سپیرکۍ او د هغې اوبه څومره ګټورې وي؟

سپیرکۍ یو ډول داسې درمل دي چې له ډېر پخوا راهیسې استعمالېږي او په ګټو …