کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ولسي جرګې لومړي مرستیال په شپږیزه کې لوبډله اخیستې
رحمت شاه، سمیع الله شینواری، میرزا کټوازی، شرف الدین اشرف او میروېس اشرف

د ولسي جرګې لومړي مرستیال په شپږیزه کې لوبډله اخیستې

د ولسي جرګې لومړي مرستیال مرزا کټوازي هم د افغانستان په کورني لیګ (شپږیزه کرکټ لیګ) کې د یوې لوبډلې امتیاز اخیستی دی.

کرکټ بورډ تراوسه پورې په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو د لوبډلو په پلورلو یې پیل کړی دی او ویل کېږي چې ځینې لوبډلو د بېلا بېلو کسانو له خوا اخیستل شوي دي.

که څه هم په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي، خو د ملي لوبډلې لوبغاړي شرف الدین اشرف ویلي دي، چې د ولسي جرګې لومړي مرستیال په شپږیزه کې لوبډله اخیستې ده.

شرف الدین اشرف په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي دي: ((د افغانستان اسلامي جمهوریت د ولسي جرګې له لومړي مرستیال محترم میرزا کټوازي څخه مننه کوم، چې د افغانستان کرکټ بورډ اړوند شپږیزه لیګ کې يې د لوبډلې د امتیاز اخیستو تر څنګ د یوې مجهزې اکېډمي د رغولو او افغان کرکټ سره د هر راز مرستې وعده وکړه.))

د یادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ پخواني عمومي رییس عزیزالله فضلي هم تېره ورځ په یو پوسټ کې ویلي و، چې په شپږیزه لیګ کې لوبډله اخلي او هغه ځوانو لوبغاړو ته به چانس ورکړي، چې حق یې جوړېده او چانس یې نه دی ترلاسه کړی.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …