کورپاڼه / جالب / پر یو ماهي نېونکې خدای مهربانه شو؛ شپږویشت کیلو وزن درلودونکی قیمتي ماهي یې ونیوه

پر یو ماهي نېونکې خدای مهربانه شو؛ شپږویشت کیلو وزن درلودونکی قیمتي ماهي یې ونیوه

د ایران سرحد ته څېرمه د بلوچستان په ساحلي ښار جیوني کې یو ماهي نېونکې شپږویشت کیلو وزن لرونکي لوړ بیه ماهي نېولی او په شپږ لکه او شپږ اویا زره یې لیلام کړی.

راپورونه وایي چې دغه ماهي نېونکی راشد رحیمي نومېږي او د جیوني له سمندر څخه یې روانه اوونۍ قیمتي ماهي نېولی و، چې په شپږ لکه، اویا زره روپۍ یې د بابو نسیم په نوم یو شخص باندې وپلوره.

ویل کېږي چې دا په روانه اوونۍ کې د جیوني دریم خوش قسمته ماهي نېونکی دی چې لوړ بیه ماهي یې نېولی. له دې وړاندې په همدې اوونۍ کې له جیوني څخه ماهي نېونکو دوه داسې قیمتي ماهیان نېولي ول چې په اته میلونه روپۍ یې لیلام کړل.

ددې ډول ماهیانو د ډېر وزن لامل څه دی؟

ویل کېږي چې دغه ډول ماهیانو د نورو ماهیانو څخه په دې سبب قیمت بیه دي، چې غوښه یې د عامو ماهیانو په پرتله لوړ بیه وي او دننه یې یو ډول سپین رنګه د هوا کڅوړه لري چې په چین، سینګاپور، هانګ کانګ کې په لوړ قیمت سره پلورل کېږي.

ویل کېږي چې دغه سپینې کڅوړې په درملو، خوراکونو او د عملیاتو پرمهال استعمالېدونکو فلزونو کې کارول کېږي او همدغه راز د انسان بدن ته پیاوړتیا ورکوي او هډوکې یې ځواکمنوي.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …