کورپاڼه / جالب / ولې په یو وخت دوه یا له دوو ډېر ماشومان زېږون کولی شي؟

ولې په یو وخت دوه یا له دوو ډېر ماشومان زېږون کولی شي؟

دا د هرې واده کړې جوړې هیله وي چې اولاد دې ولري، خو دغه نعمت ځینو ته ژر ورکول کېږي او ځینو ته په ځنډ سره او همدغه ډول ځینې داسې جوړې هم وي چې الله تعالی یې پر یو وخت په ډېرو ماشومانو ونازوي.

او په دې وروستیو کې حیرانوونکی راپور دا و چې په د ناجیریا یو اوسیدونکې په یو وخت اوه ماشومانو ته زېږون وکړ. دلته پوښتنه داده چې په یوځای یا یو وخت دومره ډېر ماشومان څنګه پیدایښت مومي؟

دې پوښتنې ته روغتیایي کارپوهانو وروسته له ډېرو څېړنو ځواب ویلی، دوی وایي چې د ښځو په تخمدان کې موجوده هګۍ د x او y له کروموزمونو څخه جوړېږي، نو که چېرته دا له وخته وړاندې (فرټیلایز) شي نو کوچنیو اولیولونو شکل اختیاروي چې بیا د ډېرو ماشومانو د ودې سبب کېږي.

خو دغه عمل په هره ښځه کې نه وي ځکه هغه ښځې چې د (ای وي ایم ایف) تناسب یې ۹-۷ ته نږدې وي، په هغوی کې د ډېرو ماشومانو د زېږون وړتیا وي.

دویم سبب یې دادی چې د هر نارینه سپرمونه یا کروموزمونه چې له دوو تر دریو هګیو کې جوړولو کې شامل وي، په یو ځل ډېر (ببلز) جوړوي او ټول یې د (فرټیلایز) په کیدو د ډېرو ماشومانو د زېږون سبب کېږي. همدغه راز هغه میندې چې ډېر بچیان زېږوي په دماغي ډول تېزې وي.

دا هم ولولئ

په هند کې یو شخص پر یو وخت له دوو انجونو سره واده وکړ

د هند په تلنګانه ایالت کې یو قبایلي شخص شخص په یو منډپ (د هندوانو …