کورپاڼه / جالب / یو ښځې په انلاین بڼه ریستورانت ته د غوښې ارډر ورکړی، خو هغوی ورته سور کړی دست پاک لېږلی

یو ښځې په انلاین بڼه ریستورانت ته د غوښې ارډر ورکړی، خو هغوی ورته سور کړی دست پاک لېږلی

د فلیپین یو ریستورانټ هغې ښځې ته سور کړی دست ورولېږه، کومې چې په انلاین بڼه ورڅخه سره کړې غوښه غوښتې وه.

په ډېرو هیوادونو او ښارونو کې ریستورانتونه پخپل پیرېدونکو د خرو او چونګښو غوښي خوري خو د فلیپین ریستورانټ بیا خپل پیرېدونکې ته د غوښې پرځای سور کړی دست پاک ورلېږلی.

دغه ښځه چې ایلیق پریز نومېږي د جولي بي په نوم له ریستورانت څخه یې په انلاین ډول غوښه غوښتې وه، چې له لږ وروسته یې غوښتنه پوره شوه.

خو کله چې ښځې خپل ارډر پرانیسته نو حیرانه پاتې شوه ځکه چې ریستورانت ورته د غوښې په نوم سور دست پاک ورلېږلی و او ایلیق نومې ښځې یې عکس په ټولنیزو رسنیو خپور کړ.

ښځه وایي چې د زوی لپاره یې غوښه راغوښتې وه خو کله چې یې خوړله نو پر غاښو یې نه پرې کیده خو کله چې یې د پرې کولو هڅه وکړه نو معلومه شوه چې غوښه نه ده بلکې دست پاک دی.

بل لورې ته یاد ریستورانت تر دریو ورځو پورې تړل شوی او په اړه یې څېړنې روانې دي ترڅو په راتلوونکې کې دا ډول پېښې تکرار نه شي.

دا هم ولولئ

هغه هیواد چې اوسیدونکو یې له ډېر غربته چرګان قرباني کړل

د لوی اختر په راتګ سره د نړۍ ټول مسلمانان سنت ابراهیمي پرځای کوي او …