کورپاڼه / روغتيا / د هېرېدلو یا حافظې ناروغي پېژنئ، نښې، نښانې یې کومې دي؟

د هېرېدلو یا حافظې ناروغي پېژنئ، نښې، نښانې یې کومې دي؟

الزایمر یا د حافظې کمزوري کیدل یوه داسې دماغي ناروغي ده چې له شپېته کلنۍ وروسته په عام ډول پیدا کېږي او په دې ناروغۍ اخته کس ټولې هغه اړیکې او شیان هېروي چې تړاو ورسره لري. روغتیایي کارپوهان دغه ناروغي د مړینې د لاملو څخه شپږم لوی لامل ګڼي.

الزایمر یا د حافظې کمزوري د دماغي زخم په سبب پر حافظې، فکر کولو او پر نورو عملونو پرېوتونکو اغېزو ته استعمالېږي. که هم دا ناروغي درملنه نه لري خو داسې درمل شته چې شدت یې کم کړي.

الزایمر یو داسې تلپاتې حالت دی چې ورو ورو یې نښې، نښانې څرګندېږي او حافظه کمزورې کوي. همدغه راز هغه عوامل چې دغه ناروغي رامنځته کوي عبارت دي له: عمر، وراثت او کورني تاریخ څخه.

دغه ناروغي داسې ځانګړې نښې، نښانې نه لري، خو دلته به یې ځینو ته اشاره وکړو.

پر ورځینو کارونو اغېزې، لکه وعدې هېرېدل او نور، له ورځنیو کارونو زړه موړي کیدل، د ستونزو په حلولو کې ستونزې، په خبرو یا لیکلو کې ستونزې، د وخت یا ځایونو په اړه په معلوماتو کې ستونزې، په طبیعت او شخصیت کې بدلون او له خپلو، خپلوانو او ملګرو څخه لاس اخیستنه.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …