کورپاڼه / جالب / هغه ځوان چې واده ته د ناوې په جوړه کې ننوت خو څه ورسره وشول؟

هغه ځوان چې واده ته د ناوې په جوړه کې ننوت خو څه ورسره وشول؟

د هند په اتر پردیش ایالت کې یو ځوان هلک د ناوې په څېر ځان تیار کړی او د واده په مراسمو کې برخه اخیستنې خو حقیقت یې هغه وخت معلوم شو کله چې یې نقلي ویښتان له سره لېرې شول.

ویل کېږي دا پېښه د اتر پردیش په ایالت کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو ځوان د ناوې په جوړه کې واده ته ور دننه شو او د ښځو په منځ کې کېناست.

کله چې د کور خلکو ناپېژانده ښځه ولیده نو ډېر حیران او اندیښمن شول، خو یوې ښځې زړه غټ کړ او د ناپیژانده انجلۍ پر سر یې لاس کش کړ، نو نقلي ویښتان یې له سره لېرې شول.

پر ټولنیزو رسنیو د خپرې شوې ویډیو له مخې لیدل کېږي، چې خلک هڅه کوي ترڅو د ځوان له مخ څخه ټیکری لېرې کړي او و یې پېژني او صحنه تر نیم ساعته پورې دوام مومي.

په دې دوران کې د کور واله پولیسو ته د خبر ورکولو هڅه وکړه، خو ځوان له خپلو ملګرو سره په موټر سایکل وتښتیده او تر اوسه پورې نه ده معلومه شوې دغه ځوان ولې د ناوې په جوړه کې واده ته راغلی و.

دا هم ولولئ

په هند کې یو شخص پر یو وخت له دوو انجونو سره واده وکړ

د هند په تلنګانه ایالت کې یو قبایلي شخص شخص په یو منډپ (د هندوانو …