کورپاڼه / روغتيا / د اوړي په موسم کې زردالو خوراک مه هېروئ

د اوړي په موسم کې زردالو خوراک مه هېروئ

د اوړي موسم که څه هم له یو لوري یو څه ځورونکی وي او ګرمي یې نه زغمونکې وي، خو له بل لوري داسې ګټور او ځانګړې مېوې هم لرې، چې ډېرې حیرانوونکې ګټې لري، چې په دې برخه کې د زردالو په اړه خبرې کوو.

زردالو د سوړ اغېز لرونکې مېوه ده او د استعمال په پایله کې یې د بدن تودوخه کمښت مومي او د سترګو نظر یا دید هم ورسره ښه کېږي. دغه مېوه پخپل جوړښت کې میګنیزیم، پوتاشیم، کاپر، زنک او مینګنیز لري چې د چاغښت، سوخت او میکروبونو څخه ژغورنه رامنځته کوي.

د زردالو حیرانوونکې ګټې:

د ویټامین ای یوه ښه ذریعه ده: روغتیایي کارپوهان د سترګو د ښه والي لپاره نه یوازې دا چې د ګازرو لارښوونه کوي بلکې د زردالو د استعمال لارښوونه هم کوي، ځکه چې زردالو د ویټامین ای یوه ښه ذریعه ده چې د سترګو دید زیاتوي.

د زړه لپاره: په زردالو کې په ډېره اندازه فایبر وي، چې په بدن کې د خرابو کلیسترول کچه کموي، یعنې مطلب دا دی چې د زړه روغتیا خوندي ساتي او ښه کلیسترول ډېروي.

د وینې په جوړولو کې مرسته کوي: په زردالو کې په طبیعي ډول د وینې د جوړولو وړتیا وي او د ازادو راډیکلونو په وړاندې مقابله کوي.

د پوستکي لپاره: ویټامین سي، ویټامین ای او فایټونټریټینټ د ښه پوستکي لپاره مرستندویه وي او انټي اکساید یې د عمر د ډېرېدو اغېزې له منځه وړي.

دا هم ولولئ

سپیرکۍ او د هغې اوبه څومره ګټورې وي؟

سپیرکۍ یو ډول داسې درمل دي چې له ډېر پخوا راهیسې استعمالېږي او په ګټو …