کورپاڼه / خبرونه / پاکستان هڅه کوي چې محمد عامر بېرته لوبډلې ته راولي

پاکستان هڅه کوي چې محمد عامر بېرته لوبډلې ته راولي

د پاکستان کرکټ بورد په دې هڅه کې دی، ترڅو محمد عامر دې ته راضي کړي چې د تقاعد یا ریټایرمنټ په اړه خپله پرېکړه بېرته واخله.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې ددې هیواد د کرکټ بورډ اجراییوي رییس وسیم خان د یوټیوب له یو چینل سره د خبرو پرمهال ویلي چې دوی له محمد عامر سره د ریټایرمنټ په اړه خبرې کړي.

نوموړی وایي چې محمد عامر ته یې په څرګند ډول سره ویلي، کومه لار چې یې ټاکلې د یو ښه او تجربه لرونکې لوبغاړي لپاره ښه نه ده. دی زیاتوي چې عامر اوس هم ددې لپاره مهم لوبغاړی دی او هڅه کوي چې د هغه او کوچ ترمنځ سوله وکړي.

که څه هم د وسیم خان له خبرو په واضح ډول سره نه ښکاري چې محمد عامر به بېرته راستون شي. د یادولو وړ ده چې محمد عامر د لوبډلې د مدیریت د ناسم چلند په سبب له نړیوال کرکټ څخه مخه ښه کړې وه.

بل لوري ته څه موده وړاندې د سویلي افریقې له تکړه لوبغاړي ای بي ډیویلرز څخه هم کرکټ بورډ غوښتي ول، چې د تقاعد پرېکړه دې واخلي، خو د نوموړي له منفي ځواب سره مخ شول.

دا هم ولولئ

محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په …