کورپاڼه / جالب / په هند کې یوې ناوې پسې دوه وراګانې ورغي او جنجال یې جوړ کړی

په هند کې یوې ناوې پسې دوه وراګانې ورغي او جنجال یې جوړ کړی

د واده پر ورځ د ناوې کور ته د زوم یا زلمي له کوره ورا یا وراباڼي ورتلل اړین وي، خو له یوې ناوې سره د واده لپاره دوو زلمیو وراګانې ور وړي.

دغه پېښه د هند په اتر پردیش ایالت کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې د واده پر ورځ د ناوې کور ته د یو پرځای دوو زلمیو ورا ور وړه.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د سرن د کلي اوسیدونکې موهانې واده د پولنپور د کلي له اوسیدونکې ببلو سره کیده. د پلان له مخې ببلو له وراباڼو سره د موهانې کور ته ورسیده، چې د ښه راغلاست پر وخت د حیات نګر د اوسیدونکې اجیت هم ورا هم راورسېده.

د هندي رسنیو د ادعا له مخې ویل کېږي چې اجیت او موهانې له وړاندې ملګرتیا درلوده، خو د موهانې کورنۍ نه غوښتل چې خپل لور دې اجیت ته ورکړي او له ببلو سره یې د واده نیټه وټاکله.

کله چې اجیت د واده له نیټې خبر شو نو په هماغه ورځ یې ځان تیار کړو او د موهانې کور ته یې ورا یوړه، چې دې کار یې د واده مراسم ګډوډ کړل.

هندي رسنۍ وایي چې موهانې یو زلمي (ببلو) ته هار واچاوه، خو واده یې له بل زلمي (اجیت) سره وکړ او رخصت شو، چې په دې سره د ببلو کورنۍ ډېره په غوسه شوه او جنجال یې وکړ خو پولیسو یې جنجال ختم کړو او د انجلۍ د پلار او تره په ګډون یې د اجیت کورنۍ ونیوله.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …