کورپاڼه / هنر او کلتور / ((کاکا! کله دې انجلۍ نه ده لېدلې؟)) راکي ساونت یو لاروي ته سپکې، سپورې ویلي

((کاکا! کله دې انجلۍ نه ده لېدلې؟)) راکي ساونت یو لاروي ته سپکې، سپورې ویلي

هندي اداکارې یا هنرمندې او موډلې راکي ساونت چې وخت ناوخت یې د جنجالونو په اړه هم راپورونه خپرېږي، د مرکې پرمهال یې یو لاروي ته سپکې، سپورې ویلي.

پر هندي رسنیو د راکي ساونت یو ویډیو لره بره کېږي، چې له مخې یې نوموړې له رسنیو سره د خبرو پرمهال یو لاروي ته غوسه کېږي او سپکې، سپورې ورته وایي.

راکي ساونت د کامرې تر شا یو لاروي ته په اشارې سره له هغه د تګ لارښوونه کوي او وایي:((کاکا ځه کنه، زه انټروي یا مرکه کوم، ته ولې را ګورئ، آیا کله دې انجلۍ نه ده لېدلې؟))

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Newsy Corner (@newsycorner)

له دې وروسته په ویډیو کې د لاروي ورو غوندې غږ راځي او راکي ساونت ته لارښوونه کوي چې ځان ته دې پام کوي او راکې ساونت ورته وایي ګوره کومه پېښه به رامنځته شي، هلته ګوره، ماته مه ګوره.

لاروی ورته په ځواب کې وایي چې تاته په کتو خو انسان هسې هم مري. د راکي ساونت ددې ویډیو په خپرېدو سره د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم ښه تبصرې کړي دي.

دا هم ولولئ

راکیش اوم پرکاش: کله چې مې د فلم کېسه امیتاب بچن ته ورکوله نو لاسونه مې لړزېدل

د بالیووډ فلمونو مخکښ فلم جوړونکی راکیش اوم پرکاش وایي کله مې چې د (عکس) …