کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / له دې وروسته کولی شئ چې په څو ډیوایسونو کې وټساپ وکاروئ

له دې وروسته کولی شئ چې په څو ډیوایسونو کې وټساپ وکاروئ

په نړیواله کچه د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ مشر ویل کیت کارټ اعلان کړی، چې کاروونکې به یې ډېر ژر په یو وخت په څلور بېلابېلو ډیوایسونو کې وټساپ وکارولی شي.

د یادولو وړ ده چې تر اوسه یاد اپلیکیشن یوازې پر موبایل او پر کمپیور ویب ویرژن کې پرانیستل کېږی، خو د نوي فیچر په مرسته به کاروونکې وکولی شي چې په یو وخت په ډېرو ډیوایسونو کې وټساپ پرانېزي.

د وټساپ شرکت مشر ویل کیت کارټ د بیټا ویبپاڼې سره د مرکې پرمهال منلې چې دوی پر یو داسې فیچر کار پیل کړی چې په مرسته به یې په څو ډیوایسونو کې به د وټساپ پرانیستل کېږي.

کارټ زیاتوي چې د څو ډیوایسونو د فیچر په سبب به پر ای پیډ هم ډېر ژر د وټساپ آسانتیا رامنځته شي.

د یادولو وړ ده چې وټساپ پر یو داسې فیچر هم کار روان کړی، چې په مرسته به یې یو پیغام له یو ځلو کتلو وروسته په اتومات ډول سره له منځه ځي.

دا هم ولولئ

ډیجیټل زده کړیاله ۱

د نړۍ لومړنۍ ډیجیټل زده کړیالې په پوهنتون کې داخله واخیسته

چین یو ځل بیا د نړۍ حېرانولو لپاره ګام پورته کوي، د نړۍ په تاریخ …